داوبو او چاپېريال څانګه

داوبو او چاپېريال د څانګي لنډه پېژندنه :

داوبو او چاپېريال انجنيري څانګي تأسيس په ۲۰۱۲ کال کی، د انجنيري پوهنځی په چوکاټ کي  دکندهار پوهنتون پخوانی د علمي چارو دمرستيال ښاغلی پوهنمل  عبدالتواب بالاکرزي د نه ستړيکيدنکو اونه هيريدونکو خدمتونو څخه شميرل کيږی.

د افغانستان په پوهنتونونو کي د اوبو او چاپيريال انجنيري په برخه کي دا لومړۍڅانګه ده  چي د لومړي ځل لپاره په کندهار پوهنتون کي تأسيس سوه.

له نېکه مرغه په جنوب لويديځه حوزه کي د هلمند دريايي حوزې شتون د اوبو او چاپېريال انجنيري څانګي ته زيات د عملي کار زمينه برابروي ، او ټوله هغه مسايل چي بايد په نوموړوي حوزه کي په مسلکي ډول حل سي ، د همدې څانګي څخه وړاندي سوي بشري قوې په واسطه به حل او فصل سي . او د همدې دريايي حوزې د اوبو دمنابعو څخه په اعظمي ډول استفاده او د زون په کچه په تخنيکي او مسلکي ډول د هغوئ استعمال به له همدې څانګي د روزلو او استادانو له لياري په پياوړي ډول صورت و نيسي.

دکندهار پوهنتون د انجينيري پوهنځي په چوکاټ کي د سيول څانګي څخه وروسته د اوبو او چاپيريال انجنيري څانګه تأسيس سوې ده . د نوموړي څانګي کوريکولم په تايلند هيواد کي  د آسيا ټيکنالوجي انستتيوت  (AIT) په  تخنيکي همکاري د نړيوالي منل سوي انجنيري او ټيکنالوجي کميټې د معيارونو په رڼا کي د کاناډا په مالي مرسته  جوړ سوی دی.

اوس مهال د اوبو او چاپيريال انجنيري څانګه نهه (9)  تنه استادان لري، چي د هغه جملې څخه اته (۸) استادانويي په نړيوالو پيژندل سويوپوهنتونوکي ماستري تکميل کړې ده، اويو تن استاد يې د ماستري په جريان کي دی.

(Vision) لېرليد:

د اوبو او چاپيريال د انجنيري څانګه غواړي چي د اوبو او چاپيريال په برخه کي د لوړو زده کړو او مسلکي کادرونو په روزلو، د څيړنو په سرته رسولو او خدماتو په وړاندي کولو سره د هيواد په کچه مخکښه ، او سيمه کي نوموتې اداره وي. 

رسالت (Mission):

د اوبو او چاپېرېال د انجنېري څانګه د خپل رسالت له مخي د داسي يو علمي چاپېرېال د رامنځ ته کولو لپاره کار کوي چيري چي د هغه استادان، مامورين او محصلېن وکولاي سي خپل لېرلېد ته ورسېږي.

هدف :

د اوبو او چاپېريال انجنيري څانګه چي د اوبو او چاپېريال په برخه کي يې د هيواد په کچه د :

۱. وړکادرونو روزل

۲. څېړنو ترسره کول او

۳. ټولنيزو خدماتو وړاندي کول

د مهمو موخو له جملې څخه شمېرل کيږي. 

ارزښتونه :

۱. منلی ملي او نړيوال کيفيت

۲. اسلامي او افغاني مقدساتو ته درناوی

۳. اسلامي او انساني اخلاق،دخدمت او وطن دوستی روحيه

۴. شفافيت او د فساد مخنيوی 

 

 

د اوبو او چاپېريال دآمر پيغام :

د اوبو او چاپېريال انجنيري څانګه د کندهار پوهنتون –انجنيري پوهنځي په چوکاټ کي د هيواد په کچه د لمړي ځل لپاره  د نړيوالو انجنيري نورمونو په نظر کي نیولو سره د نړيوال نصاب او مسلکي استادانو په مټ په لاندي برخو کي محصلينو ته ښه راغلاست وايي، او هيله لري چي د ګران هيواد د ټولو ولاياتو ځوان کادرونه د همدې مسلکي اړيني رشتې له لاري هيواد ته په لاندي برخو کي خپله وړتيا صرف او د اولس د يو لړ علمي تشو د ډکولو تر څنګ د پياوړي اقتصاد لامل وګرځي: 

       د اوبو د زېرمو انجنيري او مديريت

      د ابو رسوني انجنيري

      د اوبو لګولو انجنيري

      د فاضله اوبو انجنيري

      د هواد د کګړتيا څخه مخنيوی

      و چکالياني او سېلابونه 

د اوبو او چاپېريال انجنيري څانګي آمر د خپلو وياړلو استادانو په استازيتوب ټولو محصلينو ته سترګي په لاره دئ. 

        په درنښت

پوهنيار رحمت الله دوست

 

   1396/1/5 کال