انجنيري څانګه

د انرژي انجنيري څانګي لنډه پېژندنه :

په هيواد کي د انرژي د توليد لپاره شتو فرصتونو او مشکلاتو ته په کتو  سره د لوړو زده کړو وزارت  دانرژي انجنيريڅانګه دکندهار پوهنتوند انجنيري پوهنځی په چوکاټ کي په۲۰۱۲ کال کيتاسيس کړه.  په ياده څانکه کي د هيواد د ګوټ ګوټ څخه محصلين د انرژي په لاندي رشتو کي روزل کيږي:

  •  لمريزه انرژي
  •  بادي انرژي
  •  هايدرو پاور
  •  بايوماس انرژي
  •  بريښنا رسونه
  •  په تعميرونو کی د انرژي موثره استعمال
  •  په فابريکو کی انرژي استعمال او کنترول

د انرژي انجنيري څانګه د USWDP په مالۍ مرسته د امريکا د تکساس آ اينډ ام پوهنتون سره يو فعاله ملګريتوب لري. دتکساس آ اينډ ام پوهنتون دا نرژي انجنيري څانګي سره د کريکولم په نوي کولو او درسي موادو په تهيه کولو کي مرسته کوي. ياده څانګه يو مجهز لابراتوار لري چي د USWDP په مالي او تکساس آ اينډ ام په تخنيکي مرسته جوړ سوي دي لري.

اوس مهال د انرژي څانګه پنځه (۵) تنه استادان لري، چي د هغه جملې څخه څلورو (۴) استادانويي په نړيوالو پيژندل سووپوهنتونوکي ماستري تکميل کړې ده، اويو تن استاد يې د ماستري کولو په جريان کي دی. د انرژي انجنيري څانګه په نيژدي راتلونکي کي د نورو پر شرايطو برابرو ماسټر استادانو د مقررولو پلان هم لري. 

له نېکه مرغه په افغانستان کی د انرژي د زياتو طبيعي منابعو موجوديت د انرژي څانګي فارغينو ته د زيات کار زمينه برابروي، او ټوله هغه ضرورتونه چي ديادو منابعو څخه د ګټی اخستلو لپاره ضروري دي، د همدې څانګي څخه وړاندي سوي بشري قوې په واسطه به حل او فصل سي.

ليرليد: 

د هیواد په کچه د انرژي اړوند خدماتو په وړاندی کولو کی د یوې منل سوی او اعتباري څانګی په حیث راڅرګندیدل .

رسالت:

د نوی ټکنالوژي او اغیزمنو علمی ښوونیزو اوڅیړنیزو میتودونوپه مرسته د انرژي څانګی لیرلید ته ځان رسول.

اهداف:

  • د انرژي په برخه کی و ټولنی ته په اسالمی اوملی ارزښتونو سمبال مسلکی انجنیران وړاندی کول.
  • د څیړنو او خدماتو په ترسره کولوسره د ټولني د انرژي اړوند ستونزو ته جواب ویل.
  • د هیواد داقتصادي ودي او پرمختګ لپاره د انرژي د شته طبیعی منابعو څخه د سالمی استفادی الری چاری وړاندی کول.

ارزښتونه:

  • منلی ملي او نړیوال کیفیت
  •  اسالمي او افغاني مقدساتو ته درناوی
  •  اسالمي او انساني اخالق ، د خدمت او وطن دوستی روحیه
  • شفافیت او د فساد مخنیوی

فرصتونه:

د لوړو زدکړو په پراختیا کي د نړیوالو بسپنه ورکوونکو ټولنو او ملګرو ملکونو حمایه .

په افغانستان کی د انرژي دطبعي زیرمو شتون .

 د بیا نوي کیدنکي انرژي ښې منابع. 

په جنوب لویدیځه حوزه کي و لوړو زده کړو ته د ځوان نسل لېوالتیا.

د انرژي انجنيري څانګی د آمر پیغام :

که له يوي خوا زموږ په ګران هيواد افغانستان کي د څو کلونو جنګونو او ناخوالو له کبله د نورو زيربناوو تر څنګ د انرژي سيستمونه ويجاړ سوي دي. د بله پلوه افغانستان د انرژي د ډيرو پراخو زيرمو لرونکي هيواد دي. زموږ د ټولني د انرژي ضرورتونو او يادو فرصتونو ته په کتو سره د انرژي ياد سيستمونه او زيرمي يو بنيادي کار او مسلکي بشري ځواک ته ضرورت لري، په لهذا موږ لازمه وګڼل چي د انرژي انجنيري په څانګه کي خپل زوريدلي اولس ته تکړه انجنيران وروزو.

 

ياده څانګه چي د کندهار پوهنتون، انجنيري پوهنځی په چوکاټ کي ایجاد سوې ده، هڅه کوي چي د باتجربه استادانو په مټ په علمي او مسلکي برخه کي د سيمي په کچه په لمړي مقام کي ځاي ولري او خپلي ټولني ته په اسلامي او افغاني ارزښتونو منور انجنيران وړاندي کړي.

د انرژي انجنيري څانګه هيله لري چي د ګران هيواد د ټولو ولاياتو څخه ځوان کادرونه د همدې مسلکي اړيني رشتې له لاري هيواد ته خدمت وکړي او د اولس د يو لړ علمي تشو د ډکولو تر څنګ د پياوړي اقتصاد  لامل وګرځي:

د انرژي انجنيري څانګي آمر د خپلو قدرمنو استادانو په استازيتوب ټولو محصلينو ته ښه راغلاست وايې. 

      په درنښت

    پوهنمل آغامحمد