انجنیري پوهنځی

د انجينري پوهنځی لنډه تاريخچه

دکندهار پوهنتون،انجنيري پوهنځی ددې حوزې داړتيا له کبله  د 1421 ه ق کال درجب المرجب پر 7 چی د 1379 ه ش کال دتلی دمياشتی له 13 اود 2000 ميلادی کال داکتوبرد 5 نېټې سره سمون خوری تاسيس، افتتاح او په کار پيل وکړ .

د پوهنځی په پيل کی انجينر رحمت الله دپوهنځي د رئيس ، انجنيرعبداللطيف اشنا دمعاون او استاد په توګه ، انجنيرمحمد عيسی رحيمی  دتدريسی مدير او اداری چارومسؤل په توګه وګمارل سول .

دمحصلينوله ډلی چی څه پاسه سلوتنو نومونه ثبت کړی وه 63 تنه ئې ترامتحان اوبرياليتوب وررسته په دووګروپونو کی تنظيم سول . تر څه مودی وروسته چی يوازی 52 تنو درس ته ادامه ورکړې وه د يوه غوښتنليک په واسطه دلوړوزده کړو په وزارت کی رسمآ ثبت او راجستر سول او استادان او اداری کسان هم دکندهار پوهنتون په چوکاټ کی تنظيم او مدغم سول .

دانجنيری پوهنځي د جوړيدو ضرورت :

ټولوته جوته ده چی دلوی کندهار حوزه ډېره پراخه ، نا اباد ه او ويجاړه سيمه ده .په 23 کاله کرغېړنه جګړه کی نه يوازی پدې سيمه کی ابادی په ټپه ولاړه وه بلکی جګړي ددې سيمی ډېری پخوانی ابادی ودانی وجاړی کړی وې  .دنوموړو يجاړود بياجوړېدولپاره مسلکی ، په کارپوه اودبيا رغاونی په ايډيا سمبال کسانوته ډېره زياته  اړتيا وه . له بله پلوه لوي کندهار چی هغی ته دهيواد پخوانی پلازمينه يا اوس دهيواد  دوهم لوی ښارويلای سو دانجنيری پوهنځي رامينځ ته کيدل لاڅه چی پدی سيمه کی بايد دهيواد لومړی درجه  يا دوهم درجه پوهنتون ايجاد کيدل او نورو پرمختياېې پروژو اجرا دکندهار ولس غوښتنه هم ده . چی زموږددې ادعاثبوت دادی چی کله مو انجنيري پوهنځی بنسټ کښېښود دکندهار ښاريانو په زياته کچه د قرطاسيی مرسته وکړه ؛ دوخت په تېرېدو سره اوس راته څرګنديږی چی دکندهار پوهنتون په چوکاټ کی نوروپوهنځيوته لګه اقتصاد ، حقوق ، شرعيات او داخل خدمت کسانو دسوېې لوړولو لپاره دشپی پوهنځيوته هم زياته اړتياده .دانجنيرپوهنځي دجوړېدو ضرورت عملآ احساسولای سو ځکه نه يوازی دهغی فارغان بيکاره نه پاتي کيږي بلکه دانجنيری پوهنځي د پراکتيک داوری محصلينو څخه ديادونی وړ وظيفه اخيستل کيږی ، اوهرمحصل تر فراغت مخکی ځان ته دنده پيداکړې وی.

دانجنيری پوهنځي اهميت :

که په سيمه کی کوم ضروت چی انجنيرانو ته ليدل کيږی ځير سو دانجنيری پوهنځی اهميت راته جوتيږی . دانجنيری پوهنځي د رهبری هئيت او استادان چی کومی اړيکی دخپلودريو دورو فارغانو سره ساتی دوی ته دا روښانه ده چی نوموړی فارغان دانجينران ددې سيمی اود افغانستان په نورولری اونژدی سيموکی دبيا جوړونی او ابادی په کار لګيادی .مهمه اوپه زړه پوری خولا داده چی انجنيران په ډېرو لری ګوښواو نا امنو سيموکی خپلی دندی پرمخ وړی آن تردی چی قربانی  هم ورکوی  . ترڅوويجاړي ابادی اوهيواد ودان سی .

نو ويلاي سوڅرنګه چی د هيواد ودانول ډېراهميت لری . څوک چی دهيواد  دابادی دنده تر سره کوی ډېرمهم کسان او انجنيري پوهنځي  چی ددغو مهمو کسانو روزل په غاړه لری ډېر داهميت نه ډک او ستر مسؤليت لری همداشان هڅی ئې  دستاينی وړ دی لنډ داچی انجنيری پوهنځي داهميت نه ډک ارګان دي.

دانجنيرپوهنځی فعاليتونه او لاس ته راوړني :

انجيری پوهنځی چی تر اوسه يی د ايجاد يدلوئي څه دپاسه دولس کاله تير سوی دی اته دوری انجنيران فارغ کړي دی چی ټول ئې ۳۳۴ تنه کيږی. چی دالويه لاسته راوړنه ده . زموږ فارغان او دپراکتيک  ددوری محصلين په ډيروحتی ويلای سو چی په ټولو دبيا جوړونی پروژوکی  دکندهار او دهيواد په ګوټ ګوټ کی کار کړي او لګيا دی کار کوی .او دهيواد ډيري بيارغونی دد وی د لاس ثمره دي.

انجنيري پوهنځی دننه په پوهنځي کی هم ډېرفعاليتونه  اولاسته راوړنی لري . دهغی جملی نه دپوهنځي د درسی نصاب تر تيب او دهغه سره سم دمضامينومفردات جوړ او لکچرنوټونه  چمتوسوی دی،  دمحصلينو سوالونو ته جواب ويل سوی او لابراتوری کارونه او په ساحه کی عملاً ورسره اجراسوی دی . دپراکتيک ددوری کارونه او هغه پروژی چی د استادانو له خواورکړل سوی څيړل سوی دی . درسی ټولګی په پراجکټرونو چمتو او سمبال سوی ، انجنيري مسلکی لابراتوار او دکمپيوټر درسی خونی جوړی او فعالی دی . دپوهنځي کتابتون ته  دنوروکتابتونونو څخه کتابونه راوړل سوی اوترپخوا غنی سوی.

ددی پوهنځي ۱۵ تنه استادان دماستری  د لاسه کولو لپاره بهرنيو هيوادونوته ليږل سوی . چی دهغوی له ډلی ۱۳ تنه دتاليند هيواد ته او ۲ تنه يي المان ته تللی دی. چی د نوموړو استادانو له جملی څخه اته تنه تر زده کړو وروسته بيرته هيواد ته راستانه او عملاً د پوهنځی په تدريسی او اداری چارو کی لګيا دی.