موخې

لېرليد:

كندهار پوهنتون به د افغانستان او سيمي په سطحه، يو مخكښ پوهنتون وي، چي په تكنالوژۍ، مديريت، طبعي او ټولنيزو علومو كي به د هيواد  د پرمختګ   او د  بېوزلۍ د له منځه وړلو  له پاره  خدمات وړاندي كوي او په كارپوه كادرونه  به روزي .

رسالت :

كندهار پوهنتون هڅه كوي، چي داسي يو علمي او اكاډيميك چاپيريال جوړ كړي، چي زده كړي، څېړني او ښه حكومتداري ئې په ملي او نړېواله سطحه  منلې او معياري وي

هدف:

د پوهنتون  ټول علمي او اداري فعاليتونه  داسي معياري كول، چي پوهنتون وكولاى سي د ژوند او اقتصاد په مختلفو اړخو كي په ښه كيفيت داسي كادرونه وروزي، چي اسلامي ارزښتونو او د هيواد ملي ګټو ته ژمن وي      .

 

ارزښتونه

۱. معياري او مسلكي كيفيت.

۲. د ښو اخلاقو،  اسلامي او انساني اُصولو  او  وطن دوستۍ روحيه .

۳سالم او موثر مديريت   .

۴. په  كارونو او چارو کي شفافيت .

۵. د هر ډول فساد مخنيوى .

 

اړيکي

تيليفون: ۰۷۰۶۶۴۵۷۰۲               /  ۷۰۶۶۴۵۷۰۱  (۰) +۹۳

برېښناليک:               info@kandahar-university.af

وېبپاڼه:                            www.kan.edu.af

 پته:             کندهار پوهنتون، نوې عيدګاه څنګ ته، نهمه ناحيه، کندهار ښار –  کندهار، افغانستان