پېژندنه

 د کندهار پوهنتون پېژندنه:

كندهار پوهنتون په (۱۳۶۹ ل.- ۱۹۹۰م.) كال كي تاسيس سو. چي  په ترتيب سره د كرهڼي پوهنځي (۱۳۶۹ل.)، طب پوهنځي (۱۳۷۲ل.)، انجينېري پوهنځي (۱۳۷۹ل.)، ښووني او روزني پوهنځي (۱۳۸۲ل.)، شرعياتو پوهنځي (۱۳۸۸ل.)، اقتصاد پوهنځي (۱۳۸۹ل.) او ژورناليزم پوهنځي (۱۳۹۱ل.)، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي(۱۳۹۲ل.)، د عامه ادارې پوهنځي (۱۳۹۲ل.)  پكښي تاسيس او فعاله دي  او د (۱۳۹۳ل.) كال له پاره  د ژبي او  ادبياتو او كمپيوټر   ساينس پوهنځي هم پكښي پيل كېږي .

د پوهنتون له تاسيس   څخه تر اوسه پوري ئې  د هيواد د ځوان نسل د سالمي روزني له پاره په  خورا سختو  امنيتي، سياسي او اقتصادي شرايطو كي خپل كار ته  دوام  ورکړى دئ او تر اوسه پوري ئې د مختلفو پوهنځيو ( طب، انجنېري، کرهڼي او ښووني او روزني )  څخه  په مختلفو  برخو كي فارغين وركړي دي .

کندهار پوهنتون د جنوب لويديځ زون په سطحه د ټولو دولتي او شخصي لوړو زده کړو د مؤسسو د څارني مرکز   دئ. او همدارنګه ئې په (١٣٨٧ل.) کال کي لومړى فليال (څانګه)  په هلمند کي، د کرهڼي پوهنځي پرانستل  او په (١٣٩١ل.) كال  کي  ئې دوهم فليال  په  روزګان  ولايت كي، د ښووني او روزني پوهنځي  پرانستل .