دکندهار پوهنتون پېژندنه:

دکندهار پوهنتون لنډه پېژندنه:

كندهارپوهنتون په(۱۳۶۹ل.- ۱۹۹۰م.)كال كي تاسيس سواوپه ترتيب سره دكرهڼي پوهنځی(۱۳۶۹ل.)، طب پوهنځی(۱۳۷۲ل.)،انجنېري پوهنځی (۱۳۷۹ل.)، ښووني او روزني پوهنځی(۱۳۸۲ل.)، شرعياتو پوهنځی(۱۳۸۸ل.)، اقتصاد پوهنځی(۱۳۸۹ل.)، ژورناليزم پوهنځی(۱۳۹۱ل.)، دحقوقو اوسیاسي علوموپوهنځی(۱۳۹۲ل.)،عامه اداره اوپالیسي پوهنځی(۱۳۹۲ل.)، دژبو او ادبیاتو پوهنځی(۱۳۹۳ل.)، کمپیوټرساینس پوهنځی(۱۳۹۳ل.) او ستوماتولوژي پوهنځی(۱۳۹۴ل.) پكښي تاسيس او فعاله سولدپوهنتون له تاسيس څخه تراوسه پوري ئې دهيواد دځوان نسل دسالمي روزني له پاره په خورا سختو امنيتي، سياسي او اقتصادي شرايطو كي خپل كارته دوام ورکړى دئ اودمختلفوپوهنځيو(طب، انجنېري، کرهڼي، ښووني او روزني، شرعیاتو، اقتصاد او ژورنالیزم )څخه ئې په مختلفو برخو كي فارغين وركړي دي.کندهارپوهنتون دجنوب لويديځ زون په سطحه دټولو دولتي او شخصي لوړو زده کړو دمؤسسو دڅارني مرکزدئ او همدا راز ئې په (۱۳۸۷ل.) کال کي لومړى فليال (څانګه) په هلمند کي، دوهم ئې په (۱۳۹۱ل.) كال کي په اروزګان کي او درېیم ئې په (۱۳۹۶ل.) کال کي په زابل کي پرانیستل.کندهار پوهنتون تر(۱۳۸۳ل.) کال پوري دخپلو تدريسي، اداري او ليلې دچارو دپرمخ بيولو له پاره ځانګړى ملکيت يا مځكه نه درلوده او دکندهارولايت مقام په مرسته ئې، دکندهارښارپه مختلفو دولتي ودانيو کي خپلي تدريسي چاري پرمخ وړلې، ترڅو چي په (۱۳۸۳ل.) کال کي ئې اوسنۍ ساحې ته، چي دکندهارښار په شمالي خوا، نهمه ناحيه کي دلو ويالې پر غاړه  موقعيت لري، را انتقال سو.اوس مهال کندهارپوهنتون، دکرهڼيز فارم، کادري روغتون او دعينومېني دمځکي په شمول ټوله(۳۵۰)هکتاره ملکيت لري.کندهارپوهنتون کرهڼيزفارم، کادري روغتون، مرکزي لابراتوار، عمومي کتابتون، دهوا پېژندني، کارموندني، معلوماتي تكنالوژۍ، رسنیو، څېړني، پاچا خان او انګليسي ژبي دزده کړي مرکزونه لري.پاچا خان علمي څېړنیز مرکز دهیواد په پوهنتونونو کي یوازینی بې جوړې مرکزدئ، چي دنه زور زیاتي(عدم تشدد) په اړه فعالیتونه ترسره کوي او په (۱۳۸۷ل.) کال کي تاسیس سوی دئ.دکارموندني مرکز(Career Center) دلومړي ځل له پاره په (۱۳۹۰ل.) کال کي دهېواد په سطحه، دکندهارپوهنتون په نوښت، دامريکا دمتحده ايالاتود بالسټېټ پوهنتون په مرسته جوړسو.ترڅودپوهنتون دفارغو او برحاله محصلينو سره دکار په موندلو، كاري ظرفيتونو او مسلكي مهارتونو په لوړولو كي مرسته وكړي او په دې برخه كي په ډېره لږه موده كي ډېري لاسته راوړني لري.کندهارپوهنتون، دافغانستان دملي پوهنتونونوله جملې څخه دئ، چي د هيواد د (۳۴) ولاياتو څخه تر (۱۰۰۰۰) زيات محصلین او د(۲۰) ولاياتو څخه (۵۵۸) استادان، اداري مامورين او خدماتي کارکوونکي لري.كندهار پوهنتون دهيواد په سطحه دلويو دولتي پوهنتونونو او په نړۍ واله سطحه دمعتبرو پوهنتونو سره علمي او تخنيكي اړيكي لري، لكه دآسيايي تكنالوژۍ انستيوت (AIT) او ماهيدول پوهنتون – تايلينډ، مالايا پوهنتون- مالېزيا، جانس هاپکنز (Johns Hopkins University)، پوردو پوهنتون او بال سټېټ پوهنتون – دامريكا متحده آيالات، هانګ دانګ پوهنتون-جنوبي كوريا، دبُوخم پوهنتون او دبرلين تخنيكي پوهنتون–جرمني،(JNU)–هند، Santiago De Compostela پوهنتون- اسپانیا او دسيستان – بلوچستان پوهنتون او زابل پوهنتون – ايران. کندهارپوهنتون په خپل تشكيل كي تراوسه پوري(۱۲) پوهنځي لري، چي ددغو پوهنځيو څخه دښووني او رزوني، كرهڼي، اقتصاد او شرعياتو پوهنځيو كي دشپې څانګي هم لري او(۴۲) فارغ ورکوونکي څانګي لري.