درئيس لنډه پیژندنه

دپوهنتون درئیس پېژندنه

ډاکټرحضرت ميرتوتاخيل د دادميرزوی په ۱۳۳۷ل.کال دپکتيا ولايت دسيد کرم ولسوالي دخندخېلو په کلي کي په يوه بزګره کورنۍ کي دې نړۍ ته سترګي پرانيستي دي.لومړۍ او ثانوي زده کړي ئې دسيد کرم په لېسه کي پای ته رسولي دي او په ۱۳۵۶ ل.کال دکابل پوهنتون دکرهڼي پوهنځي د اګرانومي له څانګي څخه فارغ او دخاوري، اوبو او کرهڼيزي کېمیا په څانګه کي په علمي کادر کي پاته سوی دئ. دننګرهار د ناوې د پراختيا په پروژه کي دساتني او څارني دلوی آمر، د دوهم کرهڼيز فارم آمر او دغازي آباد دفارم دآمر په توګه پاته سوی دئ.په ۱۹۸۵ م. کال دپخواني شوروي اتحاد د ازبکستان دتاشکند دکرهڼي په پوهنتون کي ئې دکرهڼيزي کېميا او خاوري په څانګه کي ماسټري ترلاسه کړې ده. وروسته له هغه دلوړوزده کړود وزارت دمسلکي تدريساتو په رياست کي دعلمي غړي په توګه پاته سوی دئ او په ۱۹۹۰م کال کي يې دپخوانۍ شوروي اتحاد دعلومو په اکاډمي کي د ډوګوچايف په انسټيټوټ کي دخاوري په څانګه کي د دوکتورا (Ph.D) زده کړي کړي دي. وروسته له هغه ئې دکابل دپوهنتون دکرهڼي پوهنځي د استاد په توګه دنده تر سره کړې ده او د هيواد په نا ارامه شرايطو کي د نورو هيوادوالو په شان پېښور ته مهاجر سوی دئ.ښاغلی توتاخېل د هجرت په محيط کي داحمد شاه ابدالي دپوهنتون مؤسس او علمي مرستيال او وروسته دافغان پوهنتون مؤسس او علمي مرستيال پاته سوی دئ. وروسته له هغه ئې هغه پوهنتون له پېښوره خوست ولايت ته دپوهنتون دټولو امکاناتو ، وسايلو او تجهيزاتو سره په ۱۳۸۱ ل.کال انتقال کړئ او دهغه پوهنتون علمي مرستيال او سرپرست رئیس پاته سو. ترهغه وروسته دکابل دښووني او روزني پوهنتون دعلمي مرستيال او سرپرست او له ۱۳۸۶ ل. کال څخه تراوسه پوري د کندهار پوهنتون درئيس په توګه وظیفه اجراء کوي.