د کندهار پوهنتون په سطحه د کمېټو غونډه دائره سوه

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۱۰:۳۱
/

د (۱۴۴۴هـ.ق) کال د ذی القعده د مياشتي پر (۲مه) نېټه د کندهار پوهنتون د تضمين کيفيت د غونډو په تالار کي د  پوهنتون په سطحه د کمېټو غونډه د علمي مرستيال پوهنيار عبدالخالق چوپان په مشرۍ دائره سوه.

په دې غونډه کي د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنيار عبدالخالق چوپان، د عوت او ارشاد آمر م. فضل احمد فضلي، د کمېټو غړو او د کمېټو منشيانو ګډون کړی وو.

غونډه د قران کریم په څو مبارکو آیاتو سره پېله سوه؛ ورپسې د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنيار عبدالخالق چوپان د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ د هغو د صحت پوښتنه ئې وکړه؛ د کمېټو پر وظايفو او مسؤليتونو ئې بحث وکړ او د کمېټو ښه فعاليت ئې د کندهار پوهنتون له پاره د اهدافو په لاسته راوړلو کي مؤثر وبلی؛

ښاغلي چوپان د کمېټو د پلانونو او راپورونو په اړه هم مهمي خبري وکړې او د کمېټو د غړو څخه ئې غوښتنه وکړه، چي د فعاليتونو د ښه تنظيم په موخه د پخوا په شان خپلو غونډو ته ادامه ورکړي.

د کمېټو د غړو له خوا هم د غونډي ګډون والو ته ډاډ ورکول سو، چي د کندهار پوهنتون د پرمختګ او کاري نظم په موخه به د کمېټو نوبتي غونډي د پخوا په څېر دائروي او د هغو پلان او راپور به د رهبري سره شريکوي.

وروسته غونډه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېدله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د شخصي لوړو زده کړو مؤسساتو د پسرلني سمیسټر کانکور آزموینه واخیستله سوه

په کندهار کښي، د ملالۍ، میرویس نیکه، سبا، بېنوا او لمر د لوړو زده کړو شخصي مؤسسو د (۱۴۰۳.ل) کال د پسرلني سمیسټر د شمولیت له پاره د دوولسم او څوارلسم ټولګیو ګڼ شمېر فارغانو څخه، د کندهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د سرطان نړۍواله ورځ ولمانځله سوه

د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت او د طب پوهنځي د فرهنګي کمېټې د پلان له مخه؛ د طب پوهنځي د علمي کنفرانسو په تالار کښي، د همدې پوهنځي استاد پوهنوال ډاکټر نعمت الله اسحاق د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴۵
Background image

د کمپیوټر زده کړي، له کورس څخه ۱۳۰ محصلان فارغه او د خاصو مراسمو په ترڅ کښي فراغت لیکونه ورکول سول


د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د کمپیوټر مدیرت او آفیس زده کړي له پروکرامو څخه ۱۳۰ محصلان له دوه میاشتني زده کړو وروسته فارغه سول، چي په همدې موخه د محصلانو. . .

BACK TO NEWS