د عامي روغتيا د ماسټري پروګرام څلورمي دورې محصلانو ته ښه راغلاست غونډه جوړه سوه!.

09 اکتوبر, 2019

 

د ۱۳۸۹ل. کال د تلي میاشتي پر ۱۵ مه (دوشنبې) د کندهار پوهنتون په  طب پوهنځي کي د عامي روغتيا د ماسټري پروګرام د ادارې له لوري د څلورمي دورې محصلانو ته د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه، په نوموړې غونډ کښي د طب پوهنځي مرستيال پوهنيار ډاکټر نجيب الله رحيمي، د عامي روغتيا د ماسټري پروګرام همږغي کوونکی پوهنيار محمد هارون ستانکزي، استادانو  او محصلانو ګډونکړی وو، په غونډه کي د پېل وینا او ښه راغلاست تر څنګ د طب پوهنځي او د عامي روغتیا د ماسټري پروګرام مشرتابه  محصلانو ته د هغو امکاناتو یادونه وکړه، چي نوموړي پروګرام ته ئې په واک کي ور کړي دي او دوی ته ئې د اعظمي ګټي اخیستني لارښوونه وکړه.