د عامي روغتيا د ماسټري پروګرام د دوهمي دورې د محصلانو د تيزیسونو د دفاع غونډه

09 اکتوبر, 2019

 

د ۱۳۹۸ل. کال د تلي میاشتي پر  ۱۶ مه (سه شنبې) د کندهار پوهنتون په طب پوهنځي کي د عامي روغتیا د ماسټري پروګرام د محصلانو د تیزیسونو د دفاع په موخه غونډه جوړه سوه، په ياده غونډه کښي د طب پوهنځي مرستيال پوهنيار نجيب الله رحيمي، د عامي روغتيا د ماسټري پروګرام ترتیبوونکي پوهنيار محمد هارون ستانکزي، دماسټري پروګرام ټولو استادانو او محصلانو ګډون کړی وو، په نوموړې غونډه کي د ماسټري پروګرام دوو تنو محصلانو له خپلو تيزیسونو څخه دفاع وکړه، چي دفاعوي ئې په بریالتوب سره پای ته ورسېدې.