د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدو له امله د کندهار پوهنتون د رئيس دوکتور حضرت مير توتاخيل پیغام !

د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدو له امله د کندهار پوهنتون د رئيس دوکتور حضرت مير توتاخيل پیغام  !

د نېکمرغه لوی اختر د را رسیدو په مناسبت د کندهار پوهنتون رئيس دوکتور حضرت مير توتاخيل د کندهار والي ، د رياستونو محترمو رئيسانو ،د کندهار ویاړلو او پتمنو خلګو او ټولو افغانانو ته د نيکمرغه لوي اختر مبارکي وایي.د دې ستر اسلامي جشن دریواړه ورځو تاسي ته په داسي حال کي، چي هیواد مو د کلونو کلونو شخړو ، غمونو ، ستونزو او دردونو د راوتو او د یوه ښه راتلونکي پر لور د تلو په حال کي دی، خوشاله او له خوښیو ډکي غواړم.خوښ یم چي سږ کال هم زمونږ یو شمیر هیوادوال د حج فریضي د ادا کولو لپاره بیت الله شریف ته تللي الله (ج) ته د دعا لپاره لاسونه لپه کوم چي په هیواد کي مو د تل پاتې سولې د ټینګښت په اړه د دوۍ دعاګانې قبولې کړي.د افغانستان ولس د بل هر وخت په پرتله ملي یوالي ،اتحاد او اتفاق او د یو بل زغملو ته زیاته اړتیا لرې تر څو د لوی څښتن تعالی په مرسته سوله او امنیت چي د افغانانو اساسې غوښتنه ده په هیواد کي تآمین سي او د هیواد د پرمختګ او اقتصادې ودې لپاره زمینه برابره سي.په پاي کي یو ځل بیا ستر رب ته لاسونه په عاجزۍ سره د دعا لپاره لپه کوم، الله تعالی دي د لوی اختر د قربانیانو په برکت په افغانستان کي دانساني او افغاني وژنو دوینو سیلاب ودروي او په ټوله اسلامي نړۍ کي دې الله تعالی دامن او سولې فضا رامنځ ته کړي.

په درنښت

دوکتور حضرت مير توتاخيل

د کندهار پوهنتون رئيس