په کندهار پوهنتون کي د کیفیت د تضمین په اړه يو ورځنی ورکشاپ داير سوو.

د ۱۳۹۶ل کال دزمري دمياشتي پر ۱۹نېټه دکندهار پوهنتون ،دعلامه حبيبي کتابتون دغونډو په تالار کي ، دکندهار پوهنتون دمسلکي پرمختيايي مرکز(PDC)له خوا دپوهنځيو درئيسانو، دڅانګو د آمرينو او استادانو له پاره دکیفیت دتضمین په اړه يو ورځنی ورکشاپ داير سوو.

د ورکشاپ پرانستنه دپوهنتون علمي مرستیال وکړه او په خپلو خبرو کي ئې وویل،چي دکيفيت دلوړاوي دنويو معيارونو او فرعي اجزاو په اړه رابلل سوی ورکشاپ دکيفيت دتضمين د کمېټې او د(PDC) له خوا د ګردو پوهنځيو د کمېټو د مسؤلينو او نورو استادانو ته ډېره ګټوره او اغېزمنه کړنه ده، او دراتلونکي تحصيلي کال له پاره د معيارو سره اشنائي او په جزئياتو ئې ځان پوهول هغه ته ګټه رسوي، چي د پير رييورانو (Peer Reviewers) په ارزونه کي زموږ د پوهنتون نيمګړتياوي او يا ضعيف ټګي ځنګه اصلاح کوو. بله ګټه يې دا ده، چي دغه پوهاوی به ګام پر ګام د پوهنځيو څانګو او ګرده استادانو ته هم ورسيږي.