نن د چنګاښ د مياستي پر (۳۱) نېټه د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز ( PDC ) لخوا د ( OBE_ SCL ) تر عنوان لاندي دولس ورځنی ورکشاپ پېل سوو.

د کندهار پوهنتون د ( PDC ) د مرکز لخوا د پوهنتون د تحصيلي څانګو د مشرانو د نصاب او ازموينو د کمېټو د غړو ، چي ټول (۶۳) تنه کېدل د شنبې په ورځ د چنګاښ د مياشتي د (۳۱) نېټې سره سمون لري د سهار پر (۹) بجو رسماً ورکشاپ پرانستل سوو. د ورکشاپ په پرانسته کي د پوهنتون رئيس دوکتور حضرت مير توتاخېل او علمي مرستيال څېړندوی اينجينر شېرشاه رشاد د پايلو پر بنسټ او د محصل محوري زده کړو پر مختليفو اړخونو خبري وکړې او د زده کړو د ډير مهمو او مؤثر لارو څخه يې يادونه وکړه او ګډونوال يې دې ته وهڅول چي د دې ورکشاپ له محتواياتو څخه اوچته ګټه پورته کړي او دا زده کړي د خپلو نورو استادانو او کارمندانو سره شريکي کړي او د ګډونوالو پاملرنه يې د حاضري پابندي او فعاله ګډون او په خپلو راتلونکي تحصيلي کلونو کي د ( OBE_ SCL ) ميتودو و استفادې ته را وګرځوله.