د کندهار پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرګز د پلان او راپور جوړوني ورکشاپ دایر کړئ

د۱۳۹۶ل کال دسرطان دمياشتي پر۱۲نېټه د پلان او راپور جوړوني څلور ورځنی سمينار دکندهار پوهنتون دمسلکي پرمختيايي مرکز (PDC) لخوا دکندهار پوهنتون داداري کارمندانو دکاري سويې دلوړو په منظور  پېل سو.

د سمينار د پرانستي پرمهال دپوهنتون علمي مرستيال څېړندوی شیر شاه رشاد، دپوهنتون مالي او اداري مرستيال پوهنمل انجینر نذير احمد قانع او د(PDC) مسؤل ښاغلي سيد احمد محبوبي موجود وو. د(PDC) مسؤل وويل ،چي د(PDC) مرکز له پاره تشکيل په  ۱۳۹۶ل  کال په دا ډول پشنهاد سوی،چي نوموړی مرکز به يو مسؤل ، مرستيال، دوه اداري کار کوونکي او  يو  خدماتي کارکوونکي لري، او د دې په څنګ کي به مشورتي بورډ هم لري، چي مسؤل ، مرستيال او د مشورتي بورډ غړي به ئې دعلمي کادر غړي وي، نوموړي زياته کړل، چي دا زموږ لومړی ورکشاپ دئ او د ورکشاپ ټول مصارف دکندهار پوهنتون دمالي او اداري معاونيت لخوا ورکول سوی دئ او کومه خاصه بودیجه نه لري او نه د کوم ډونر لخوا مالي مرسته ور سره سوې ده .دا سمينار به څلور ورځي دوام وکړي ،چي دپلان ، ستراتيژيک پلان او راپور جوړوني په اړه به هر اړخيزه معلومات دګډونوالو سره شريک کړل سي.

ور پسې دپوهنتون علمي مرستيال ښاغلي څېړندوی شیرشاه رشاد وينا وکړه او نوموړي په کندهار پوهنتون کي د(  PDC ) دمسؤلينو په نوښت دا کار وستايه او د دې لړۍ له پاره ئي يوه نيکمرغه پيلامه وګڼله او د ورکشاپ له مدرسينو او ټرينرانو څخه ئې مننه وکړه، چي دڅلور ورځني ورکشاپ له پاره ئې غنيمت مواد راټول کړي او پوره تياری نيولي دی.

همداراز علمي مرستيال دا هيله څرګنده کړه، چي د روزنيزو  پروګرامونو دا لړۍ به د اړينو موضوعاتو په اړه په راتلونکي کي بيا هم د (PDC) په زيار او تلاښ سره تر سره کيږي، تر څو دهيواد دځوانو کادرونو دمسلکي پرمختيايې برخي له پاره ګټور او اغېزمن ګام اخيسته سوی وي.

ګډونوال د ګروپي کار