په کندهار کي د کانکور ازموينه واخيستل سول.

د ازمويني د پرانستي په مراسمو د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا، د پوهنتون رئيس ډاکټر حضرت مير توتاخيل، د پوهنتون علمي مرستيال انجنير شېرشاه رشاد، د پوهني رئیس انجنير عبدالقادر پيوستون، د اطلاعاتو او کلتور رئيس پوهالي حضرت ولي هوتک ګډون کړی وو.

د کندهار د کانکور په ازموينه کي (۳۸۰۰) زدوه کوونکو ګډون کړی وو، چي (۵۲۵) تني يې انجوني وې.

د کندهار والي د امتحان څخه وړاندي د رسنيو سره په خبرو کي وويل ، چي د ازميني پروسه بايد شفافه وي او په ښه ډول د کانکور ازموينه واخيستل سي.

نوموړي په ټينګار سره وويل ،چي ولايتي اداره بايد د پوهني د کميت پر ځای کيفيت ته هم ډېره پاملرنه وکړئ، تر څو د کانکور په ازموينه کي ډېر زده کوونکي لوړو زده کړو ته لاره پيدا کړي.

ښاغلي ويسا د خپلو خبرو په دوام وويل ، چي تر ټولو ښه به دا وي ، چي په هر ولايت کي د کانکور ازموينه د هغه ولايت حالاتو ته په کتو او د زده کوونکو د سويې سره برابر واخيستل سي ، تېره ورځ په زابل او اروزګان کي هم د کانکور ازموينه  واخيستل سول.

په جنوبي لويديځه حوزه کي د کانکور په ازموينه کي  ګډونوالو کموالي خلګ د پوهني په بهير ستونزي لري.

د يادوني وړ ړه ، چي تېره پنجشنبه او جمعه د پوهنتون رئيس ډاکټر حضرت مير توتاخيل، د پوهنتون علمي مرستيال انجنير شېرشاه رشاد، د پوهنتون د مالي او اداري مرستيال پوهنمل نذير احمد قانع ، د پوهنځيو د مسؤلينو  او  د کابل څخه راغلي هيئت په حضور کي د پوهنتون د اداري کارمندانو لخوا (۳۸۰۰) تنو زده کوونکو ته ، چي (۵۲۵) تني يې انجوني وې (ID) کارټونه توزيع سول او د کانکور د امتحان له جريان خبر سول.

محصلان د بايميټريک (Biometric) په حال کي