د شرعياتو پوهنځی د لاسته راوړنو اړوند د دايري شوي ستاينغونډي

عربي ژبي دمرکز پرانستنه.

دشرعیاتو پوهنځی تمثیلي محکمه.

دمیراث په مضمون کي دچیلنج ترعنوان لاندي ورکشاپ فارغ شویو محصلینو ته داسنادونو وېش.

شرعیاتو پوهنځی دخپلو لاسته راوړنو په موخه کندهار پوهنتون دغونډو په تالار کښي دچهار شنبې په ورځ په ۲۶/۲/۱۳۹۶ل. نېټه ستاینغونډه درلوده،چي پکښي کندهار پوهنتون رئيس دوکتور حضرت میرتوتاخېل او هم دځینو پوهنځیو رئیسانو،کارمندانو او محصلینو پکښي ګډون کړي وؤ، غونډه دقرآن کریم دڅو مبارکو آیاتو دتلاوت وروسته دلاندي اجنډا سره سم دپوهنمل محمد حاکم شریعتي په مشرۍ رسما پېل شوه:

 دپوهنتون رئيس پوهنمل دوکتور حضرت مير توتاخېل وينا:

               

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پوهنمل دوکتور حضرت میر توتاخېل په خپلو خبرو کښي د شرعیاتو پوهنځی مشرتابه پوهنمل شریعتي او د هغه اړوند ټیم څخه مننه او ستاینه وکړه او زیاته ئې کړه، چي د داسي پروګرامونو جوړیدل ډیر ګټور او اړین دي ترڅو زمونږ پس پاتې ټولني له نوري نړۍ سر ه  د سیالي جوګه شوي وي وطن په مونږ حق لري زیار او زحمتونو ته اړتیا لري، ترڅو له سیالانو سره سیال شوي یو نوموړي زیاته کړه چي کندهار پوهنتون په ښه موقف کي قرار لري چي نوري هڅي هم بایدترسره شي یواځي په ترسره شويو کړونو بسنه ونشي.

د شرعياتو پوهنځی رئيس پوهنمل محمدحاکم شريعتي وينا:

د شرعیاتو پوهنځی رئیس پوهنمل شریعتي په لومړیو کښی ټولو ګډون کوونکو څخه مننه وکړه او ښه راغلاست ورته ووایه وروسته ئې د پوهنځی په پیژندګلوي باندي رڼا واچول، او زیاته ئې کړه:

د شرعیاتو پوهنځي په ۱۳۸۸ل. کال کښي  د څلورو استادانو په درلودلو سره تأسس شوې ده او د تأسس سره یم پکي درې څانګي په رسمي ډول پرانستل شوې (فقه او قانون، اسلامي تعلیمات او د اسلامي ثقافت څانګي )، فقه اوقاون او هم اسلامي تعلیمات څانګي فارغ ورکونکي دي او اسلامي ثقافت پوهنتون شموله څانګه ده.

د شرعیاتو پوهنځی تر دې مهاله څلور دورې فارغین ورکړي دي او پنځمه دوره په راتلونکو ورځو کي د ټولو برخو څخه (۱۲۴) تنه فارغین ورکوي.

 په دې پوهنځی کي مو په ۱۳۹۱ل.  کال کي د اسلامي تعلیماتو د څانګي کي د شپې برخه  پرانستله، چي په دې برخه کي (۱۴۰) تنه محصلین لرو، یوه دوره فارغین ئې ورکړي دي.

د شپې برخي د پرانستلو څخه یو کال وروسته مو په ۱۳۹۲ل.کال کي داسلامي تعلیماتو په څانګه کي د ښځینه وو برخه پرانستله ، چي په ۱۳۹۶ل. کال کي لومړي دوره فارغین  ورکوي، د ښځینه وو برخه په مکمله توګه په ټولو لوازمو پوره ده.

په دې پوهنځی کي د یوې اونۍ په جریان کي(۳۴۷) کریډیټه ، او د یوه سمسټر په جریان کي(۳۳۳۱۲) کریډیټه درس لوستل کیږي،چي د ټولو استادان شمېر ئې  (۲۴) تنه دي، له دې شمېرې څخه (۷) تنه  د ماسټرۍ په پروګرام کي دي.

شرعیاتو پوهنځی د ټولو محصلینو شمېر  ښځینه، نارینه، شپې او ورځو برخو کي (۵۲۴) تنو ته رسیږي.

۱-شرعیاتو پوهنځی تصمیم لري، چی په ۱۳۹۶ل. کال کښی شپږ تنه نور ماسټرۍ او دوه تنه دوکتورا پروګرام ته ولېږي.

۲-څلور نوي څانګي لکه فقه او اصول فقه، حدیث او تفسیر، اسلامي ثقافت فارغ ورکوونکي څانګي په ډول، اسلامي سیاست، چي پوهنځی به د شپږو څانګو لرونکي جوړ شي.

۳-د ښځینه څانګي لپاره د ښځینه استادانو جذبول.

۴-پنځه کاله وروسته پدې پوهنځی کي د اسلامي تعلیماتو په څانګه کي  د دوکتورا پروګرام پيلول.

۵-د عربي ژبي مرکز پراخول ترڅو د جنوب غرب ټولو ولایتونو ته ئې په عمومي توګه ګټه رسېدلي وي.

۶-د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو په ګډه سره د یوه قوي حقوقي کلینیک ایجادول.

۷-د دیني علماوؤ سره اړیکي درلودل البته که چیري فاصله وجود ولري هغه له منځه وړل، چي ښه بېلګه ئې زمونږ د نن ورځي د میراث دورې فارغین ، چي د کندهار ښار یو تکړه او برجسته عالم مولوی محمد نواب شاه په همکارۍ ترسره شویده.

د عربي ژبي مرکز د دوو تنو محصلينو په عربي ژبه ويناوي او د هغه ژباړي:

د عربي ژبي اهمیت او د هغه مثبتي اغېزې په نني نړۍ کي.

د ځواني د پړاونو اهمیت او د هغه په سمه توګه استعمال.

د تمثيلي محکمې وړاندي کول:

تمیثیلي محکمه ټولو حاضرینو ته په ډیر دقیق او ماهرانه ډول وړاندي شوه، چي پکي د تمثیلي محکمې هئیت، څارنوال، مدافع وکیل او د پروګرام تنظیمونکي  کسانو ګډون درلود دجوړي شوي غونډي په وړاندي ترسره شو.

د مننليکونو او ستاينليکونو او همدارنګه د فراغت د سندونو وېش:

د یو شمیر استادانو لکه پوهنیار رحمت الله عظیمي، پوهیالی حکمت الله حقاني او پوهیالي نداء محمد صدیقي ته ستاینلیکونه ورکړل شول، همدارنګه شیرمحمد صافي او مولوی محمدنواب شاه ته مننلیکونه وکړل شول.

د غونډي په پای کښي ټولو هغو محصلینو ته، چي د کندهار ولایت د تکړه دیني عالم مولوی محمدنواب شاه په واسطه  په میراث مضمون کښي د چیلنج تر عنوان لاندي د (۱۸) ورځو لپاره  دایر شوي وؤ،  بریالیو محصلینو ته تصدیق پاڼي ورکول شوې او وستایل شول.