کندهار پوهنتون د عامي روغتیا په برخه کي د ماسټرۍ پروګرام پیل کړئ

د ۱۳۹۶ل. کال د وري میاشتي پر ۲۹ نېټه د کندهار پوهنتون طب پوهنځي د عامي روغتیا په برخه کي د ماسټرۍ د پروګرام د افتتاح په منظور غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کي د لوړو زده کړو وزارت نماینده پوهاند ډاکټر حمید الله امین، د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د لوړاوي رئیس ډاکټر شېر شاه سادات، د کندهار پوهنتون رئیس ډاکټر حضرت میر توتاخېل، د کندهار پوهنتون علمي مرستیال څېړندوی انجنیر شېر شاه رشاد، د USWDP د علمي اجرااتو مرستیال ډاکټر حبیب الله وجدي، د کندهار ولایت د دولتي ادارو استازو، د کندهار پوهنتون د ټولو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او محصلینو او په کندهار کي د لوړو زده کړو د خصوصي مؤسسو منسوبینو ګډون درلودئ.

د عامي روغتیا د ماسټرۍ دغه پروګرام د USAID، USWDP او جان هاپکینز پوهنتون په مالي، تخنیکي او علمي همکاريو شروع سو او هدف ئې د داسي کسانو روزل دي، چي د عامي روغتیا په بېلا بېلو برخو کي مخکښ و وسي او د صحي ستونزو د له منځه وړلو، د سیسټماټیک تفکر د رامنځته کولو، د بیولوژيکي احصايې، د ساري ناروغیو په پوهه، د محیطي روغتیايي علومو، د مور او کوچني د روغتیا، د تغذیې، د مدیریتي علومو، د ټولنیزو او د متقابلو چلندو د علومو، د روغتیايي پالیسي او اخلاقي اصولو په برخو کي وروزل سي.

د کندهار پوهنتون رئیس ډاکټر حضرت میر توتاخېل وویل، چي په ټول هیواد کي زموږ اولس د صحي ستونزو څخه کړېږي. د دغو او نورو ستونزو د رفع له پاره کندهار پوهنتون تر خپله وسه کوښښ کوي، چي خپل اولس ته ښه خدمات وړاندي کړي او یو له هغو څخه په کندهار پوهنتون کي د عامي روغتیا په برخه کي د ماسټرۍ د پروګرام پیلول دي، تر څو له دې لاري مسلکي کادرونه و روزي او د هیوادوالو د خدمت جوګه وګرځي.

دوی همدغه راز وویل، چي دغه پروګرام یوازي په کندهار ولایت پوري مربوط نه دئ، بلکي ټول هیوادوال کولای سي، چي په دغه پروګرام کي ګډون او زده کړي وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت نماینده ډاکټر حمید الله امین کندهار پوهنتون او د کندهار ولایت ټول اولس ته د دې پروګرام د پیلېدو مبارکي وویل او د لوړو زده کړو د وزیر پیغام ئې شریک کړئ. نوموړي د کندهار پوهنتون رهبري وستایل، چي دغه راز پروګرامونو ته ئې زمینه برابره کړې ده.

د کندهار ولایت مقام په خپل پیغام کي د طب پوهنځي د عامي روغتیا په برخه کي د ماسټرۍ د پروګرام په پیلېدو ډېر خوشالي ښوولې وه او د کندهار پوهنتون د رئیس حضرت میرتوتاخېل څخه ئې مننه کړې وه، چي د دغه پروګرام پیلېدو ته ئې زمینه برابره کړې ده.

د USWDP د علمي اجرااتو مرستیال ډاکټر حبیب الله وجدي په خپلو خبرو کي وویل، چي په تېرو څلورو لسیزو کي د هیواد د بلي هري برخي ترڅنګ چي د لوړو زده کړو په برخه کومي ورانۍ او ویجاړۍ رامنځته سوي دي، د هغو د له منځه وړلو په هدف ئې دغه پروګرام پیل کړی دئ.

د عامي روغتیا په برخه کي د ماسټرۍ د پروګرام همږغي کوونکي پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق وویل، چي دې پروګرام ته د کندهار پوهنتون رهبرۍ او د USWDP ادارې زمینه برابره کړې ده. ښاغلي وثیق وویل، چي د ماسټرۍ په دغه پروګرام کي به اوس لزوماً ماسټر استادان تدریس، کندهار پوهنتون د USWDP د علمي پروګرامو په مرسته د طب پوهنځي استاداند PhD له پاره فرانسې ته لېږلي، چي ژر تر ژره به په دغه پروګرام کي تدریس وکړي.