د کندهار پوهنتون د څېړنیز مرکز د ودانۍ د جوړولو ډبره کښېښول سوه

د ۱۳۹۶ل. د غويي میاشتي پر ۶ د کندهار پوهنتون د څېړنیز مرکز د ودانۍ د جوړولو ډبره کښېښول سوه. په دې مراسمو کي د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو رئیس ستارالدین صدیقي، د لوړو زده کړو د پرمختیايي پروګرامونو رئیس، د ولایت مقام اداري مرستیال عبدالحنان منیب، د کندهار پوهنتون رئیس ډاکټر حضرت میرتوتاخېل، د کندهار پوهنتون علمي مرستیال څېړندوی شېرشاه رشاد، اداري او مالي مرستیال پوهنیار انجنیر نذیر احمد قانع، د کندهار پوهنتون د ټولو پوهنځیو رئیسانو او مرستیالانو او د پوهنتون استادانو او منسوبینو ګډون درلودئ.

د دې ودانۍ د رغېدو کارونه د نړیوال بانک له خوا په راتلونکو اتو میاشتو کي تکمیلېږي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي وویل، چي د نړيوال بانک لخوا د افغانستان په درو پوهنتونونو (کندهار، کابل او هرات) کي د څېړنیزو مرکزونو ودانۍ جوړېږي. دوی په خپلو خبرو کي وویل، چي د کندهار پوهنتون د استادانو ډېري څېړني وزارت ته د منلو وړ دي او ستايي ئې.

د ولایت مقام اداري رئیس عبدالحنان منیب د لوړو زده کړو وزارت او د نړیوال بانک دغه پېرزوینه، چي د کندهار پوهنتون سره ئې کړې ده کورودانی ئې وايي.

د کندهار پوهنتون رئیس ډاکټر حضرت میر توتاخېل په خپلو خبرو کي د وزارت او نړیوال څخه مننه وکړه او ټولو ته ئې د دې ودانۍ د جوړېدو مبارکي وویل. دوی وویل چي د دې ودانۍ په جوړول سره به کندهار پوهنتون د څېړنیز مرکز د ودانۍ څخه برخمن سوی وي او په راتلونکي کي به ئې د څېړني په برخه کي ډېري لاسته راوړني درلودلي وي.

د کندهار پوهنتون علمي مرستیال څېړندوی انجنیر شېر شاه رشاد وویل، د خوشحالۍ ځای به هله وي، چي د څېړنیز مرکز د ودانۍ د جوړولو او تجهیر په څنګ کي د علمي کادرونو د ظرفیت د لوړاوي له پاره منظم او اغېزمن پروګرامونه په پلان کي ونیول سي او د کندهار پوهنتون ګرده علمي غړي ژمن دي، څو د پوهنتون د رهبریت او د علم متبارز نقش په ټولنه کي ښکاره کړي.