په کندهار پوهنتون پوهنتون کي د ملي یوالي په موخه د ګډ فیستوال غونډه تر سره سوه

09 Mar, 2020

 

 د ۱۳۹۸ل. کال د سلواغې د میاشتي ۱۰ نېټه د پنج شنبې په ورځ د صفوان مدني بنسټ له خوا په کندهار پوهنتون کي د ملي یوالي د قایمولو له پاره غونډه جوړه سوه.

په یاده غونډه کي د کندهار والي حیات الله حیات، په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو استازي سیداحمد سیلاب د پوهنتون رئیس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق، د کندهار ولایت د ټولو دولتي ادارو رئیسانو، ملي سوداګرو، د ولایتي شورا غړو، د جمهور رئیس سلاکارانو، د صفوان مدني ټولني د ټولو ولایتو نارینه او ښځینه غړو، د پوهنتون استادانو او یو شمېر کارمندانو ګډون درلود.په پیل کي د کندهار والي حیات الله حیات د صفوان مدني بنسټ کړني وستایلي او زیاته یې کړه چي دغه لاره د ملي یوالي د قایمولو له پاره بهترینه لاره ده، والي زیاته کړه چي ولسونه دي د قانون په حاکمیت کي له حکومت سره مرسته وکړي د ده په وینا چي په کندهار کي د قانون حاکمیت په ټول هیواد کي د قانون د حاکمیت په مانا دی.وروسته د صفوان مدني بنسټ مشر یاسر صفوان وویل چي کندهار ولایت ته یې د ملي یوالي د پیاوړتیا په موخه سفر کړی، هغه د کندهار ولایت له ولایتي ادارې او خلګو څخه د دوی د زیاتي همکارۍ تر څنګ د ښه میلمه پالنه قدرداني او مننه وکړه.په غونډه کي، د کابل پوهنتون استاد او سیاسي شنوونکي احمد سعیدي، د ولایتي شورا غړي، د سوداګري خوني رئیس، د کندز او پنجشیر د صفوان مدني بنسټ نارینه او ښځینه غړو د ملي یوالي پر پیاوړتیا باندي هر اړخیزي خبري وکړې.په پای کي د صفوان مدني بنسټ له خوا د ۲۰۱۹ کال د غوره شخصیتونو د ټاکني په اړه د خپلي تر سره سوې سروې نتایج وړاندي کړل او ټاکل سوو غوره شخصیتونو ته یې تحفې ډالۍ کړې او همدا رنګه د ملي یوالي د پیاوړتیا له پاره د ځانګړې ننداره له وړاندي کولو سره سم غونډه د دعایي په کولو سره پای ته ورسیده.